Welcome to the Active Emergency Information Hub - Pashto

د فعال عاجل معلوماتو مرکز ته ښه راغلاست

د ناورین یا اضطراري حالت په جریان کې ، دې پاڼې ته لاړشئ ترڅو د آسټین (Austin) ښار او ټریوس کاونټي (Travis County) څخه د خطر په اړه تازه رسمي معلومات ترلاسه کړئ چې زموږ په ټولنه اغیزه کوي او سمدستي اقدامات چې تاسو یې باید د ځان او ستاسو عزیزانو خوندي ساتلو لپاره ترسره کړئ. د دې پاڼې لینک نښه کولو ته پام وکړئ نو تاسو به وکولاې شئ دا د بحران په وخت کې ژر تر ژره ومومئ. تاسو کولاې شئ په ټولنیزو رسنیو کې آسټین (HSEM Austin) هم تعقیب کړئ:

Twitter - @AustinHSEM

Facebook - @AustinHSEM

اوس د بیړنیو حالاتو لپاره چمتو اوسئ

د لوی اضطراري حالت په جریان کې د ځان ساتلو د خوندیتوب پلان، اکمالاتو او مهمو معلوماتو ته مخکې لدې چې پیښ شي د لاسرسي ترټولو غوره لار. کتنه وکړئ ReadyCentralTexas.org ترڅو د بیړنیو خبرتیاوؤ لپاره دننه شئ، او هغه څه زده کړئ چې تاسو یې نن ورځ د خپل ځان د روغ پاتې کیدو او په راتلونکي کې د ناورینونو څخه په ګړندئ توګه په رغیدو کې مرسته وکولاې شئ.

د ټکزاس ایالت د بیړنیو مرستو د ثبت دفتر

د ټکزاس ایالت د بیړنۍ مرستې د ثبت په دفتر (STEAR) کې نوملیکنه وکړئ. د STEAR لپاره راجستر شئ، که تاسو، د کورنۍ کوم غړی یا ملګری طبي ستونزه، د حرکت اړتیاوې یا د اړیکو ټینګولو داسې اړتیاوې لري چې د بیړنۍ پیښې په بهیر کې اضافي مرستې ته اړتیا لري.

 

وضعیت

فعال خبراوي نه شته.

 

Updated 2:58 p.m. 04/08/24